افغانستان

سرچینه: طالبانو د پنجشېر یو ځوان «له شکنجې وروسته په ډزو وواژه»

د احمد رشاد په نوم د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ د یوه ځوان خپلوان له آمو سره په اړیکه کې وايي چې طالبانو دغه ځوان «له شکنجې وروسته په ډزو وژلی دی.»

د احمد رشاد د کورنۍ غړي وايي چې هغه دوې ورځې مخکې له کوره وتلی و؛ خو تېره شپه یې د هغه له ګرځنده ټلیفون څخه اړیکه ترلاسه کړه چې احمد رشاد وژل شوی دی.

دا سرچینې زیاتوي چې له پلټنې وروسته یې د احمد رشاد مړی کابل کې له «عدلي طب» څخه پیدا کړ.

دا سرچینې وايي چې د دې ځوان پر بدن د شکنجې نښې هم لیدل کېدي.

د احمد رشاد خپلوان وايي چې د هغه د مړینې لامل تر اوسه روښانه نه دی. د سرچینو په وینا، وسله‌والو طالبانو د دې کس کور هم کلابند او تلاشي کړی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې او د احمد رشاد د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې هم طالبان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په پنجشېر کې له بشري حقونو په سرغړونې او وژنو تورن کړي دي. طالبانو د دې راپورونو موندنې رد کړې دي.