افغانستان

په خوست ولايت کې يو ډله‌ييز قبر موندل شوى

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي چې، دغه ډله ییز قبر د شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د اوبو د بند د کیندلو پر مهال موندل شوی دی.

په خوست کې د طالبانو ښاروال وايي، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دغه کسان په ١۳۵٨ هجري لمريز کال کې وژل شوي او بيا په یو قبر کې په ډله ییز ډول ښخ شوي دي.

طالبان وايي، د دغو کسانو شمېر ۱۰۰ تنه دی، چې په کې ښځې هم وې.

د خوست په مرکز کې د شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د اوبو د بند د کیندلو پر مهال دوی ولیدل چې یو ډله ییز قبر ته رسېدلي دي– هغه قبر چې د ښځو په ګډون د جسدونو شمېر سل تنه ښودل شوی دی. او د طالبانو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دغه کسان په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې وژل شوي او بیا په یوه قبر کې ډله په ډله ییز ډول ښخ شوي دي.

د خوست ولایت ښاروال بسم الله بلال وايي: «یوه کمیټه ټاکل شوې وه او کله چې دوی سیمې ته لاړل او کار یې پیل کړ، دوی لږ تر لږه سل جسدونه وموندل چې په دوی کې د ښځو جامې هم وې.»

تر اوسه د دغو کسانو د وژلو او د دغه ډله ييز قبر د کيندلو کره وخت نه دى څرګند، خو د خوست يو اوسېدونکى وايي، چې پلار يې په ١٣٥٨ لمريز کال کې ونيول شو او لادرکه شو، د دې پېښې په اړه په داسې وايي:

د قربانیانو یو خپلوان عبدالسلام وايي: «هغوی دلته په وحشت او ظلم سره لېږدول شوي او په شهادت رسول شوي دي چې موږ د دوی له وارثینو څخه یو او دا هماغه ظلم او وحشت دی چې تاریخ به یې هیڅکله هېر نه کړي.»

په وروستیو کلونو کې د ښار جوړونې د بهیر له پراخېدو سره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډله ییز قبرونه موندل شوي چې په ځینو برخو کې په افغانستان کې د کیڼ اړخو حکومتونو له دورې سره تړاو لري.

خوست یوازینی ولایت نه دی چې ډله ییز قبرونه پکې موندل شوي، له دې وړاندې هم په کابل، بلخ، بامیان، کندهار، سرپل او پروان ولایتونو کې هم د ډله ییزو قبرونو د موندلو راپورونه ورکړل شوي دي.