سوداګري

د خوړو نړیوال پروګرام: د خوراکي توکو بیې زیاتوالی موندلی

د خوړو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه د تېرو اونیو په پرتله د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې (د سلواغې له ۱۲ تر ۱۹) لږ زیاتوالی موندلی دی.

دغه نړیوال بنسټ د خوراکي توکو د بیې د زیاتوالي لامل د اسعارو بدلون او موسمي اغېزې بللې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي: «د غنمو د اوړو بیې یو اعشاریه اووه سلنه زیاتوالی موندلی دی.»

راپور زیاته کړې چې له غنمو، اوړو او غوړیو پرته د نورو خوراکي توکو بیې د تېرو درېیو کلونو په پرتله (د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له جون میاشتې) د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانیو پروړاندې د امریکايي ډالرو ارزښت د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ اونۍ د همدې کال تر ډسمبر پورې کموالی موندلی دی.

د یوه امریکايي ډالر بیه له ۹۰ افغانیو سره برابره وه چې اوس ۶۹ اعشاریه ۴ افغانۍ ته رسېدلې ده.

د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغانیو په وړاندې د امریکايي ډالرو ارزښت بیاځلي لوړوالی موندلی او په بازار کې یو ډالر له ۷۳ اعشاریه ۸ افغانیو سره برابر دی.

د دغه سازمان د موندنو له مخې د سون توکو بیې لکه پترول او ډیزلو یوه اندازه زیاتوالی موندلی دی.

له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ګرانۍ له منفي کچې خبر ورکړی دی.