روغتیا

پر بشري حقونو د څار بنسټ: د مرستو پرې کېدو او د طالبانو محدودیتونو افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته زیان رسولی

پر بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو له محدودیتونو سره د بهرنیو مرستو کمښت، افغانستان کې د روغتیايي ناورین لامل شوی او د تغذیې او ناروغیو سختې ستونزې یې رامنځته کړې دي.

دغه سازمان د «نږدې غمیزې او د افغانستان روغتیايی ناورین» تر سرلیک لاندې خپل ۳۸ مخيز راپور کې ویلي چې د طالبانو له راتلو سره د هېواد روغتیايي بېخ‌بنسټونو ته «جدي زیان» رسېدلی دی.

پر بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د طالبانو سیاستونو او کړنلارو دغه ناورین زیات کړی او د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو بندیز د روغتیا په برخه کې د کارکوونکو لپاره ډېرې روزنې ناشونې کړې چې په راتلونکي کې به افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کادر د کموالي لامل شي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ په دې راپور کې راغلي: «طالبان د درملنې او درملو د لګښت ستونزو په شتون کې، ښځې په جدي ډول د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو یا لاس‌رسي محدودې کړې دي.»

دغه سازمان وايي چې دا راپور له طالب مسوولینو سره د مرکې، بهرنیو مرستندویه بنسټونو، روغتیايي کارکوونکو او له ۱۶ تر ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرستو ته د اړمنو کسانو د خبرو له مخې جوړ شوی دی.

دغه سازمان له نړۍ غوښتي چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربتوب ترسره کېږي، پر طالب مشرانو د محدودیتونو د لیري کولو په موخه فشار راوړل شي.