سویلي آسیا

د پاکستان د ټاکنو په ورځ یوه بله چاودنه کې د دې هېواد څلور پوځیان وژل شوي

اکسپرس تربیون راپور ورکړی چې پاکستان دیره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو په موټر کې د ځای‌پرځای شوي ماین د چاودنې له امله لږترلږه څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د دې راپور له مخې، د ماین له چاودنې وروسته، په دې سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، د پاکستان بلوچستان تېره ورځ هم پر دوو ټاکنیزو دفترونو د مرګونو بریدونو شاهده و چې په پایله کې یې لږترلږه ۲۶ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شول.

له دې مخکې اسپوتنیک راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا د ټانک ټاکنیزې حوزې پر کارکوونکو د وسله‌والو کسانو په یوه برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او یو شمېر هم ټپیان دي.

په همدې حال کې په یوه بله پېښه کې پاکستاني رسنیو د دې هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په کڅ سیمه کې د رایې ورکولو له مرکز بهر هم دوې چاودنې شوې دي.

د راپورونو له مخې، له دې چاودنو وروسته د بلوچستان په کڅ سیمه کې د رایې ورکولو بهیر درول شوی دی.

د یادولو ده چې دا چاودنې د پاکستان د ایالتي او پارلماني ټاکنو د امنیت لپاره له سختو امنیتي تدابیرو سره هم‌مهاله شوې دي.