سویلي آسیا

په پاکستان کې ددغه هېواد له ټاکنو یوه ورځ مخکې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۲۶ تنه ووژل شول

نن چهارشنبې د پاکستان په سویل لوېدیځ کې د ټاکنو د نوماندانو دفترونو ته نږدې په دوو جلاجلا چاودنو کې لږترلږه ۲۶ تنه ووژل شول او څه د پاسه شل نور ټپیان شول.

دا چاودنې په پاکستان کې له ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې شوې، دغه ټاکنې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره ګواښل کېږي.

دغه دوې چاودنې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په څو ساعتونو کې شوې دي.

د ایالتي حکومت ویاند جان اڅکزي ویلي چې لومړۍ چاودنه د بلوچستان په یوه ولسوالۍ پشین کې د اسفندیار خان د ټاکنو پر دفتر شوې ده.

ځایي چارواکي وايي چې په دې برید کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوی او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د هغه په وینا، دوهمه چاودنه د بلوچستان په قلعه سیف الله کې د فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علما ګوند پر ټاکنیز دفتر شوې چې لږ ترلږه ۱۱ تنه پکې وژل شوي دي.

ښاغلي اڅکزي وویل: «د نن ورځې چاودنې موخه په ټاکنو کې ورانکاري وه.»

دا په داسې حال کې دې چې پاکستاني چارواکو ویلي څه د پاسه نیم میلیون امنیتي پوځیان یې د پنجشنبې ورځې له ټاکنو مخکې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای کړي دي.

د دغو چارواکو په وینا، د رایو پاڼې به د ټاکنو څه د پاسه ۹۰ زره محلونو ته ووېشل شي.