نړۍ

بلینکن: غزه کې پر اوربند هوکړه «شونې» ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سیمه‌ییزو سفرونو په دوام کې ویلي چې غزه کې د «اوربند» پر سر هوکړه شونې ده.

بلینکن ریاض ته په سفر کې د نورو چارواکو په ګډون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره غزه کې د اوربند او له اسراییل سره د اړیکو د بیا پیل په اړه هم خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وایي چې د بایډن دولت له اسراییلو سره د خبرو او اړیکو د عادي کولو په اړه د سعودي عربستان مثبت غبرګونونه ترلاسه کړي دي.

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ۱۹۶۷ کال کې له ختیځ قدس سره د ځانګړو شویو پولو په لرلو د فلسطین د خپلواک هېواد او پر غزې د اسراییلو «تېري» په رسمیت پېژندلو پرته به له اسراییلو سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې نه‌شي.

په همدې حال کې، حماس په یوه بیانیه کې ویلي چې دغې ډلې غزه کې وړاندیز شوي «اوربند» ته چې د یرغمل شویو ازادي هم پکې شامله ده، مثبت ځواب ورکړی دی.

خو له دې مخکې حماس اعلان کړی و، چې د یرغمل شویو ازادي غزه کې یوازې «د جګړې له پایته رسېده» سره شونې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس په بیانیه کې د اوربند بشپړ او ټولیز تضمین، د غزې پر خلکو د اسراییل د بریدونو پای، له مرستو ډاډ، د رفح بیارغولو، د غزې تړانګې د کلابندۍ پای او د اسرا تبادله د هوکړې مهم ټکي بلل شوي دي.