افغانستان

سرچینې: ملګري ملتونه د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د ښځو پر نوملړ کار کوي

File Photo.

تمه کېږي چې د دې اونۍ تر پایه د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د افغان ښځو او مدني فعالانو د ګډون کوونکو نوملړ اعلان شي.

باخبره سرچینې امو ته وایي چې ښايي په دې غونډه کې شاوخوا لس ښځې ګډون وکړي.

له بلې خوا یو شمېر ښځې وايي چې ملګري ملتونه باید هغو ښځو ته هم چې په افغانستان کې دي او د طالبانو له تبعیضي سیاستونو سره په مبارزه کې دي، په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړي.

د «دوحې» دویمه غونډه؛ هغه غونډه چې د ټولو سترګې یې پایلو پورې ګنډلي دي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د ښځو استازې او مدني فعالانې هم ګډون وکړي.
ځينې باخبره سرچينې وايي، چې ښايي په دې غونډه کې د ښځو او مدني فعالانو د ګډون کوونکو نوملړ د روانې اونۍ تر پايه روښانه شي.

د بشر حقونو فعاله هدیه صاحبزاده وايي: «په دې غونډه کې د موسسو او خوځښتونو له خوا تر لسو پورې ښځې ټاکل شوي دي. پر دې سربېره په یوه مجازي غونډه کې د اعتراض کوونکو ښځو نوملړ هم وټاکل شو او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته واستول شو.»

شمال کې د ښځو د اعتراضي غورځنګ مشره کریمه اعظم وايي: «د دوحې په غونډه کې چې د افغانستان د مظلومو ښځو لپاره یوه پرېکنده غونډه ده باید د افغانستان له دننه ښځې ګډون وکړي. نه یو څو سوځېدلي مخونه او دانې چې څو څو ځله د دوی لخوا زموږ حقونه معامله شوي او پلورل شوي دي.»

یو شمېر اعتراض کوونکي خوځښتونه له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوحې په غونډه کې دې د افغانستان سیاسي کړکېچ هوار کړي.

افغان ښځو د سیاسي ګډون مشره ترنم سیدي وايي: «د افغانستان په اړه باید یو جدي پرېکړه وشي او دې حالت ته د پای ټکی کېښودل شي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه، د افغانستان د حاکمیت په اړه، د افغان حکومت په اړه دوه مخي پالیسي بدله کړي او د یوې ترهګرې ډلې له ملاتړه دې چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې ده، لاس واخلي.»

له بلې خوا د افغان ښځو غږ غورځنګ د طالبانو له لوري د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر دوام نیوکه کوي او د دې ستونزې د هواري غوښتنه لري.

د افغان ښځو غږ غورځنګ غړې شازیه احمدي وايي: «طالبان د بد حجابۍ په ګډون په بېلابېلو پلمو ښځې نیسي او نامعلومو ځايونو ته يې وړي او دا کار د عادي کېدو په لور روان دی. موږ معترضې ښځې د دغو ښځو ژر تر ژره خوشې کول غواړو.»

د افغان ښځو غږ غورځنګ غړې مرسل محرابي وايي: «موږ د طالبانو له خوا د افغان نجونو او ښځو د خپلسري نیولو پر ضد اعتراض کوو، چې د طالبانو دا ډول کار غیر اخلاقي او غیر انساني دی، چې په ټولنه کې د کورنیو د بدبختۍ لامل ګرځي.»

په راتلونکو ۱۳ ورځو کې به قطر د یوې داسې غونډې شاهد وي چې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون لپاره د خپل پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه نه ده کړې، خو د ښځو او مدني فعالانو غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه دې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.