نړۍ

روسیې او چین، امریکا منځني ختیځ کې کړکېچونو ته پر لمن وهلو تورنه کړه

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په سختې نیوکې، امریکا د منځني ختیځ کړکېچ ته په لمن وهلو تورنه کړه او ویلي یې دي چې متحده ایالاتو عراق او سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو «د غچ اخیستنې» په بریدونو سره، په منځني ځتیځ کې «سختو نښتو» ته لمن وهلې ده.

په دې ناسته کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي: «روښانه ده چې د امریکا هوايي بریدونه په ځانګړې توګه او قصدي ډول منځني ختیځ کې نښتې ته لمن وهل دي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین سفیر جون ژانګ هم خبرداری ورکړی چې: «د متحده ایالاتو اقدامونه به په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي څرخ لا توند کړي.»

د امریکا پوځ د جنورۍ پر ۲۸ اردن کې د دوی پر اډې د حوثيانو د توغندیزونو بریدونو په ځواب کې چې د درېیو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل شول، سوریه او عراق کې د سپاه پاسداران اړوند لسګونه موخې په نښه کړې دي.