افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نږدې راتلونکي کې کابل کې د ديپلوماتیکو فعالیتونو د بیا پیل لپاره پروګرام نه لري

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وډانت پټل د دوشنبې په ورځ یوه خبري ناسته کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دغه وزارت افغانستان کې د دیپلوماتیکو فعالیتونو د بیا پيل لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا د طالبانو له ادارې او هېواد کې دننه او بهر له ډېری افغانانو سره خبرې‌اترې کوي.

هغه وویل: «موږ په دې باور لرو، چې مهمه ده د بهرنیو چارو وزارت د دریځ په تړاو په بشپړ ډول روښانه واوسو او هغه دا ده، چې موږ په لنډمهال کې کابل ته د دیپلوماتیک فعالیت د بېرته ګرځولو لپاره هېڅ پروګرام نه لرو.»

ښاغلي پټل زیاته کړه: «موږ له ډېری افغانانو له دې جملې طالبانو سره په هېواد کې دننه او بهر تعامل لرو، خو بشري حقونه او ښوونځي ته د ښځو او نجونو بېرته ستنېدل زموږ د تعامل په سر کې ده. له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همکارۍ – چې البته ملګري ملتونه یو مهم شریک دی – د دغو تبعضي فرمانونو د لغوې لپاره په ځانګړې توګه کوم چې په نامتناسب ډول پر ښځو او نجونو اغېز لري او هغه چې موږ باوري پر هر چا اغېزه کوي، پر طالبانو فشار ته دوام ورکړو. د اړیکو عادي کول د ټولو افغانانو حقونو ته درناوي پورې تړلې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) یوه راپور کې د افغانستان په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژۍ ته اشاره وکړه.

دغه راپور د متحده ایالاتو موخو ته د رسېدنې لپاره له طالبانو سره «اغېزناک تعامل» اړتیا ته اشاره کړې ده.

له دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له آمو سره په اړیکه کې کابل ته د دیپلوماتیکو فعالیتونو د بېرته ستنېدو پروګرامونو په اړه راپورونه رد کړي وو.