افغانستان

بریتانیا له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته سفر ونه‌کړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د بریدونو د زیاتوالي له امله، خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه‌‌کړي.

د سپارښتنې په دغه لیک کې راغلي: «په ډېر احتمال سره ترهګر افغانستان کې د بریدونو هڅه کوي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی او د ځینو مراسمو د بېلګې په توګه د روژې په میاشت کې مذهبي ځایونو کې دننه او شاوخوا د ترهګریزو بریدونو ګواښ شتون لري.»

د بریتانیا حکومت د سپارښتنې په دې لیک کې خپلو وګړو ته څرګنده کړې چې د کابل هوايي ډګر د خوندیتوب نړیوالو ستندردونو ته پاملرنه نه کوي او افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی.

د بریتانیا د بهرنیو چار وزارت همداراز زیاته کړې، چې افغانستان کې د بریتانیايي وګړو د نیول کېدو ګواښ هم شته.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې ښايي افغانستان کې د بریتانیايي وګړو د نیول کېدو په صورت کې لندن له دې موضوع خبر نه شي او له دې امله چې د قونسلي اړیکو په برخه کې د پام وړ ننګونې شته، بریتانیایان دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.