افغانستان

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره د کار پيل

په داسې حال کې چې طالبانو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره له همکارۍ انکار کړی، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي پر ټاکلو کار پیل کړی دی.

د لوېدیځ یو لوړپوړی دیپلومات وايي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ترڅنګ د ترکیې، متحده عربي اماراتو، اردن، جاپان او ناروې هېوادونو کسانو نومونه هم د ځانګړي استازي په توګه د معرفي کېدو لپاره د میز پر مخ دي.

د دغه دیپلومات په وینا د دوحې په غونډه کې به د تماس ډله هم د سیمې له شپږو هېوادونو جوړه شي او دا ډله به له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د تماس دنده ولري.

د لوېدیځ دغه لوړپوړی دیپلومات ټینګار کوي چې په دوحه کې د فبرورۍ د میاشتې د غونډې د ګډونوالو نوملړ محدود دی او د طالبانو له ادرسه یوازې امیر خان متقي ته بلل شوی دی.

د افغانستان په اړه د تر ټولو مهمې نړیوالې غونډې پیلېدو ته له دریو اونیو کم وخت پاتې؛ د دوحې غونډه چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د تماس ډلې د جوړولو په اړه راڅرخي.

بلاخره د ځانګړي استازي په توګه هم ځینې څېرې په ډاګه شوې. یو جګپوړی لویدیځ دیپلومات آمو ته وایي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې مشر، په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو اوسنۍ استازې لانا ذکي نصیبه او د اردن، جاپان او ناروې هېوادونو د کسانو نومونه د ټاکلو لپاره مطرح شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي

  • د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
  • د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې مشر
  • په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا ذکي نصیبه
  • د اردن، جاپان او ناروې هېوادونو څېرې

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به له نړۍ سره د افغانستان د تعامل د اسانتیا او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پر مخ بېولو دنده پر غاړه ولري.

د افغانستان د امنیت شورا د ګواښونو د ارزونې پخوانی رییس ارین شریفي وايي: «له ملګرو ملتونو څخه راغلي خبرونه دا دي چې که طالبان یې ومني که نه، ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او د دوحې په غونډه کې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یوه عمومي تګلاره او حل لاره جوړه کړي.»

د دوحې د غونډې بله برخه د تماس د نړیوالې ډلې جوړول ښودل کیږي. هغه ډله چې د یو جګپوړي لویدیځ ډیپلومات په وینا، د سیمې د هېوادونو په ګډون له شپږو هېوادونو جوړیږي او موخه به یې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تماس وي.

د دغه دیپلومات په وینا، د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو شمېر هم محدود دی. په دې غونډه کې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او د ناروې، کاناډا، پاکستان، ایران او مدني ټولنې استازي ګډون کوي. د طالبانو له ادرسه امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې، خو د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی ګډون لا معلوم نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «ما معلومات هم ترلاسه کړي، خو خبره مشروطه ده او لا معلومه نه ده.»

د دوحې غونډه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او د نه همکارۍ اعلان یې کړی دی.

په ورته وخت کې د دوحې له غونډې مخکې په کابل او مسکو کې د غونډو جوړول او د افغانستان د مسئلې په اړه د نړیوالې اجماع پر ځای سیمه ییز میکانیزم ته لاره هوارول د دغې غونډې د ننګونې بل لامل بلل کېږي. دغه لوړپوړی لویدیځ ډيپلومات وايي، طالبان د ځانګړي استازي د منلو په بدل کې غواړي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه پلان شوې ده. طالبان وايي چې بهرنیان دې دوی ته نسخې نه ورکوي، چین او روسیه هم وايي چې د بهرنیانو نسخه اغېزمنه نه ده، نو په دې سره به د ملګرو ملتونو نوی سیاسي بهیر د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یوه نسخه وي.