افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد: د ملګروملتونو له استازي سره همکاري نه کوو

د طالبانو ویاند له آمو سره په اړیکه کې وايي چې د دوی اداره به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګمارلو په صورت کې له هغه سره همکاري ونه کړي.

نوموړی وایي چې دوی کوم استازي ته اړتیا نه لري. د هغه په وینا، د ځانګړي استازي ګمارل د داسې هېوادونو لپاره دي چې د «بحران او جګړې» په حال کې دي.

ښاغلي مجاهد همداراز د دوحې ناستې ته په اشارې سره وویل چې دا ناسته «د مړو مهرو د ژوند کولو لپاره ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم په کابل کې د دوشنبې ورځې په ناسته کې وویل چې افغانستان د یوناما په شتون سره «د ملګروملتونو ځانګړي استازي ته اړتیا نه لري.»

تېره میاشت هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ګمارل «غیر ضروري اقدام» بللی و.

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۷۷۱ پرېکړه‌لیک د دې سازمان سرمنشي ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

ټاکل شوې د فبرورۍ په اتلسمه د ملګروملتونو په مشرۍ د دوحې ناسته ترسره شي. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه پرېکړه کېږي.

سرچینې آمو ته وايي چې ملګروملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده. خو ذبیح‌الله مجاهد وايي چې تراوسه په دغه ناسته کې د امیرخان متقي د ګډون په هکله پرېکړه نه ده شوې.