افغانستان

پاکستان په پنځو ورځو کې نږدې ۲۷۰۰ افغان کډوال ایستلي دي

تصویر از آرشیف

په تېرو پنځو ورځو کې کابو دوه زره او ۷۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې ۴۷۸ زره او ۳۰۰ افغانان له دې هېواده ایستلي دي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له سرحدي لارو هېواد ته دننه شوي دي.

له بل لوري د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) شمېرې ښيي، چې د تېر کال له اکټوبر راهیسې نیم میلیون افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو ډله‌ییز ایستل او بېرته راستنېدو افغانستان کې د انساني ناورین او ژمي په درشل کې د دوی د وضعیت په اړه اندېښنې هم راپارولې دي.

ډېری راستنو شویو کډوالو خپل هر څه پاکستان کې پرېښي او افغانستان کې له کومې سرپناه او نورو امکاناتو پرته ژوند کوي.