ورزش

راشد خان د سریلانکا پروړاندې په مهمه لوبه کې له ګډونه پاتې شو

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې مهم غړي راشد خان د ټپ له امله د سریلانکا پروړاندې د افغانستان لوبه له لاسه ورکړه.

د هېواد کرېکټ بورډ د سریلانکا پروړاندې د «ټسټ» لوبې لوبغاړو نوملړ په اعلان سره ویلي، چې راشد خان د دې له امله چې د ملې له جراحي عملیات وروسته لا په بشپړ ډول نه دی ښه شوی، په دې لوبه کې به ونډه وانه‌خلي.

۲۵ کلن راشد خان د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان د کرېکټ ترټولو نامتو لوبغاړی دی او د «ټسټ» په ګډون یې د کرېکټ په ټولو فارمټونو کې د ملي لوبډلې لپاره د پام وړ رول لوبولی.

په دې «ټسټ» لوبه کې چې د سلواغې له دیارلسمې تر اولسمې په کلمبو کې ترسره کېږي، د راشد خان پر ځای به د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی قیس احمد میدان ته ننوځي.

د لوبډلې مشري به حشمت‌الله شهیدي پر غاړه ولري، نورعلي ځدراڼ او نوید ځدراڼ بهم د دې لوبډلې په جوړښت حضور ولري.

د افغانستان ملي لوبډله چې ټاکل شوې په روان زېږدیز کال کې درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي، له ۲۰۱۸ کال راهیسې په ټسټ لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

له ۲۰۱۸ کال وروسته د افغانستان په کارنامه کې له ۷ ټسټ لوبو څخه درې بریاوې ثبت شوې دي.

د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف د روان زېږدیز کال لپاره له لوبو ډک پروګرام د افغانستان د ټسټ کرېکټ په برخه کې د پرمختګ نښه وبلله.

د دې لوبې لپاره پوره نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، اکرام علي‌خېل، محمد اسحاق، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، عبدالملک، بحیر شاه، ناصر جمال، قیس احمد، ظاهر خان، ضیا الرحمن اکبر، یمین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم صافی او نوید ځدراڼ شامل دي.