افغانستان

کابل کې د طالبانو په کوربتوب «د افغانستان سیمه‌ییزو همکاریو» ناسته پیل شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه) کابل کې د چین او روسیې د استازو په ګډون د یوې ناستې کوربه دی.

په دې ناسته کې چې «د افغانستان سیمه‌ییزو همکاریو» تر نوم لاندې رامنځته شوې، کابل کې د ایران سفیر هم ګډون کړی دی. د پاکستان کوم استازي په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی.

خو کابل کې مېشت د ترکیې، پاکستان او منځني ختیځ هېوادونو دیپلوماتان په دې ناسته کې حضور لري.

د دې راپور جزییات به زیات شي.