افغانستان

د تماس ډلې غړو هېوادونو سیمه‌ییزه ناسته یوه ورځ وروسته کابل کې ترسره کېږي

چین کې د طالبانو شارژدافیر بلال کریمي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي راتلونکې اونۍ کابل کې د یوې ناستې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، چین کې د طالبانو شارژدافیر بلال کریمي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي ریاست مرستیال مایو مینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې ټاکل شوې «د سیمې د تماس ډلې غړو هېوادونو» د سیمه‌ییز نوښت لومړنۍ ناسته د دوشنبې په ورځ کابل کې ترسره شي.

چین کې د افغانستان سفارت چې اوس‌مهال د طالبانو په واک کې دی، په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د طالبانو شارژدافیر دغه ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو له خوا پر لا زیاتې متقابلې همکارۍ ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سید رسول موسوي هم راتلونکې اونۍ کابل کې د یوې «سیمه‌ییزې ناستې» خبر ورکړ او پر خپل ایکس یې لیکلي: «راتلونکې اونۍ به کابل د پام وړ سیمه‌ییز دیپلوماتیک خوځښت شاهد به وي.»