افغانستان

د خبریالانو نړیوال فدراسیون، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو ځپل وغندل

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پراخ نیولو په غندلو سره ویلي چې د طالبانو دغو کړنو، په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتي آزادي محدودوي.

دغه فدراسیون همداراز د طالبانو له‌خوا په دې وروستیو کې د درېیو خبریالانو نیول د خپلواکو رسنیو د ځپلو دوام بولي او د طالبانو د شکایتونو د اوریدو او رسنیو د حقونو د سرغړونې کمېسون له لوري یې د دغو مسایلو د ارزونې غوښتنه کړې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د رسنیو د سرغړونې له کمېسیونه هم غوښتي؛ چې د رسنیو د کارکوونکو وروستۍ نیونې او د دوی د دوسیو اړوند څېړنې وکړي.

په دې بیانیه کې راغلي: «د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ای‌اېف‌جې) د افغانستان رسنیو د ویرولو او چوپولو لپاره د طالبانو دوامداره ناقانوني هڅې غندي. د طالبانو دا کړنه په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ لپاره فضا تر دې نوره هم تنګوي.»

په دې وروستیو کې پر بشري حقونو د څار بنسټ یوه راپور کې چې تر ۱۰۰ د زیاتو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت یې ارزولی و، افغانستان «د بشري حقونو (چې د بیان ازادي یې یوه برخه ده) په تړاو د ترټولو خطرناکو هېوادونو» له ډلې وباله.

پر بشري حقونو د څار بنسټ راپور کې چې پنجشنبه د (مرغومي پر ۲۱) خپور شوی، راغلي: «طالبانو ځايي رسنۍ او د بیان ازادي ځپلې او د خبریالانو، د بشری حقونو د مدافعانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې فعالانو خپلسرې نیونې زیاتې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کمیټې هم په یوه بیانیه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوی د کار له امله د رسنیزو کارکوونکو نیول او ځورول ودروي.