افغانستان

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: «له بشري حقونو د سرغړونې» له امله طالبان په رسمیت نه پېژنو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي راورول یو ځل بیا د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د ملګروملتونو د نورو غړو هېوادونو په شان، لا هم طالبان له بشري په تېره بیا ښځو له حقونو د سرغړونې له امله په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون په نیویارک کې د خبري ناستې پرمهال ټینګار کړی چې مسکو طالبان «له بشري حقونو، په تېره بیا ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې» له امله په رسمیت نه دي پېژندلي.

سرګئي لاوروف همداراز ویلي: «طالبان باید داسې دولت جوړ کړي چې په هغې کې نور قومونه او مذاهب برخه ولري. اوس واک له طالبانو سره دی او دوی داسې حکومت جوړ کړی چې هېڅ هزاره، تاجک یا بل قوم او مذهب پکې ګډون نه لري.»

هغه د امریکا له خوا د افغانستان د شمتنیو کنګل کولو ته په اشارې سره ویلي: «امریکا د افغانستان نهه میلیارد ډالره کنګل کړي او د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په شان کسان په افغانستان کې دي چې غواړي دا هېواد آباد کړي او دا پیسې د افغانستان په بیارغونه کې لګولی شي. طالبان هم باید دوی (حامد کرزي او عبدالله عبدالله) ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په بیارغونه کې رول ولري.

لاوروف د ملګروملتونو د امنیت شورا ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې مقاومت جبهه د افغانستان مقاومت ګڼي او ویلي یې دي چې دا جبهه د افغانستان په شمال کې ده.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې ژرتر ژره له مقاومت جبهې سره د تعامل لاره غوره کړي.