افغانستان

یوناما: د زده‌کړو حق یوه اخلاقي اړتیا نه ده؛ بلکې حیاتي چاره ده

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر مشرې د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې «جنسیت ته له پامه پرته» د ټولو د زده‌کړو له حقه ملاتړ، د طالبانو دنده ده.

روزا اتونبایوا یوه اعلامیه کې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر له خوا خپره شوې، وايي: «طالبان باید درک کړي چې زده‌کړه یوازې اخلاقي اړتیا نه ده؛ بلکې په ټولنه کې د سولې او سوکالۍ لپاره حیاتي چاره ده.»

هغه زیاتوي چې د طالبانو د دې کړنې دوام (له زده‌کړو د ښځو او نجونو مخنیوی) افغانانو ته لا زیات زیان رسوي او هېواد به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې په انزوا کې وساتل شي.

اغلې اتونبایوا همداراز وايي، چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق ته درناوی یوازې د لوېدیځ هېوادونو غوښتنه نه ده؛ بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

د یوناما رییسې ټینګار کړی، چې زده‌کړې په افغانانو کې تر یوه حق ډېرې مهمې دي؛ ځکه د دغه هېواد د راتلونکي لپاره یو اساس دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغانستان کې له واکمنۍ وروسته نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار او ان پارکونو او حمامونو ته له تلو منع کړې دي او تر اوسه یې د بندیزونو په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راوستی.