افغانستان

لندن کې د افغانستان په اړه د «جي ۷» هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته

نن د «جي ۷» هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، بریتانیا او امریکا د استازو په لندن کې د افغانستان په تړاو خبرې‌اترې وکړې.

په دې یوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي، د افغانستان د وضعیت د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي او د نړیوال بانک په ګډون د مهمو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

تر اوسه د یادې ناستې د ګډې اعلامیې جزئیات نه دي خپاره شوي، خو دغه او د مسکو ناسته چې ټاکل شوې په راتلونکې اونۍ کې ترسره شي، د دوحې غونډې په درشل کې جوړه شوې وه.

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې په غونډه کې ګډون او د افغانستان په اړه سلامشورې وکړي.

تمه کېږي چې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د راتلونکې میاشتې په نیمایي کې جوړه شي.