افغانستان

د روسي الوتکې ژغورل شوي سپاره کسان کابل ته لېږدول شوي

د روسي چارتر الوتکې څلور ژغورل شوي سپاره کسان چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې یې سقوط وکړ، کابل ته لېږدول شوي دي.

یو طالب چارواکی چې دا کسان یې کابل ته لېږدولي وايي چې په دغه الوتکه کې شپږ تنه سپاره وو چې له تایلند څخه روسیې ته روانه وه او د بدخشان په کوه آب ولسوالۍ کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه.

د طالبانو په وینا، په الوتکه کې دوه سپاره کسان په دې پېښه کې مړه شول او د دوی د مړو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاتوي چې د الوتکې دوو سپورو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی خو دوه نور لازیاتې درملنې ته اړتیا لري.