افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د جاپان د «کیودو» خبریال ژرترژره خوشي کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د جاپان «کیودو» خبري اژانس د خبریال له نیولو د اندېښنې په څرګندولو، د هغه «د بې قید او شرطه» خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی دی، چې طالبان باید د هېواد د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د رسنیو او خبریالانو د ځپلو بهیر پایته ورسوي.

تېره ورځ سرچینو آمو ته تایید کړه، چې د جاپان «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان اکبري چهارشنبه ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول او یوه نامعلومه ځای ته ولېږدول شو.

په دې لړ کې د ښاغلي امیر اکبري ورور احسان اکبري وايي: «چهارشنبه ماښام یې زما ورور احسان الله اکبري ته چې د جاپان له کیودي اژانس سره یې کار کاوه، د دوی (د طالبانو) د اړیکو له مرکز څخه زنګ وواهه ترڅو ورشي. کله چې ورغی موبایل او لپ‌ټاپ یې ترې واخیستل. هېڅ کوم جرم یې نه درلود او یوازینی جرم یې خبریالي وه. له طالبانو غواړم چې ژرترژره یې خوشی کړي.»

د هغه کورنۍ د ښاغلي اکبري له وضعیته د اندېښنې په څرګندولو زیاتوي، چې هېڅ بنسټ په دې برخه کې ځواب ویونکی نه دی.

احسان اکبري کابو یو کال کېږي، چې کابل کې له کیودو خبري اژانس سره د خبریال په توګه کار کوي.

تېره یوه اونۍ کې، دا د خبریالانو د نیولو درېیمه پېښه ده چې رسنیزه شوې. له دې مخکې د ګردش اطلاعات خبري اژانس خبریالان جواد رسولي او عبدالحق حمیدي چې کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي وو، تېره ورځ د ژمن‌لیک له سپارلو وروسته خوشي شول.