افغانستان

د پاسپورت ریاست مخې ته له مرکز او ولایتونو د خلکو ګڼې‌ګوڼې زیاتوالی

کابل ښار کې له مرکز او ولایتونو څخه د پاسپورت غوښتونکو شمېر زیاتوالی پیدا کړی او د پاسپورت ریاست ته په غځېدلو لارو کې د هېواد اوسېدونکو شتون ورځ تر بلې ډېريږي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو د پاسپورت ریاست ته غځېدلې لارې تړلې دي. له بلې خوا ښځې هم نيوکه کوي چې د پاسپورټ په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کابو لس ورځې وړاندې طالبانو په عادي ډول د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ– هغه بهیر چې له بېلابېلو ولایتونو څخه یې ښاریان کابل ته راوستل.

د پاسپورټ په ریاست کې دومره ګڼه‌ګوڼه ده، چې د هېواد ډېری وګړي د پاسپورټ ریاست ته څېرمه شپې تېروي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پاسپوټ ریاست ته د رسېدو لپاره باید په ورځو، په تمه پاتې شي.

د کابل یو اوسېدونکی ناصر حسین وايي: «پنجشنبه راغلم، نوبت راونه‌رسېد، وځنډید. خو اوس راغلی یم که مې وار راشي، تر اوسه خو نوبت نه دی رارسېدلی، وبه کتل شي راتګ به مو کومه ګټه وکړي که نه.»

له مرکز او ولایتونو څخه ښځې، ماشومان او ډېر عمر لرونکي د پاسپورتونو اخیستو په هڅه کې دي او په ساعتونو د ګڼې‌ګوڼې سختۍ زغمي.

د بلخ اوسېدونکې ګل بخت چې له مزارشریف ښار څخه د کابل پاسپورت ریاست راغلې وايي: «له مزارشریف راغلم، اولادونو ته پاسپورت اخلم، له سهاره په تمه یم. تر اوسه نوبت نه دی رارسېدلی.»

شېر علي هم د پاسپورت ریاست مخې ته په تمه دی ترڅو پاسپورت واخلي، وايي: «پاسپورت ریاست ته راغلي یو، زموږ نوبت به راشي یا نه خو نهه بجې راغلي یو، زموږ تورسرې دننه د پاسپورټ ریاست ته راغلې دي.»

طالبانو د پاسپورت ریاست ته د تللو ټولې لارې په هاموي ټانکونو تړلې دي او د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان، ان د پاسپورت دفتر ته نږدې د ننوتو اجازه نه ورکوي.

یو شمېر ​​ښځې د پاسپورت په ترلاسه کولو کې د نارینه‌وو په پرتله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکې نګاه وايي: «سهار د لمانځه پر مهال راغلو، د پاسپورت ریاست ته غځېدلې لارې یې ټولې تړلې دي. له کورنۍ سره راغلي يو، هېڅ نوبت نشته، اړین کار هم لرو. ټانک د لارې په سر کې ولاړ دی ګڼه‌ګوڼه او ګډوډي ده او میرمنو ته نوبت نه رسېږي او د ورځې هم درې څلور نفره دلته غورځېدلي وي، ستونزې زیاتې دي.»

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اپرېل په لومړیو کې فارن پالیسۍ اعلان وکړ، چې په لیتوانيا کې د افغانستان درې میلیونه سپین پاسپورتونه په انبار کې دي او افغانستان ته یې د استولو بهیر د اروپايي ټولنې استازي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ روان دی.