سویلي آسیا

د ایران او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه اندېښنې او پر افغانستان یې اغېز

د پاکستان او ایران تر منځ له کړکېچ او نښتو وروسته پر افغانستان د هغې د اغېزو په اړه هم اندېښنې شته.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی له آمو سره په مرکه کې وایي چې که کړکېچ زیات شي او دوام وکړي له افغانستان سره د ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پولو د تړل کېدو امکان شته. د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د هېوادونو اندېښې ښايي چې دا نښتې به هېواد ته هم را ورسیږي.

له دې سره هم مهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هیله لري چې دا کړکېچونه د افغانستان په اړه د مسکو پر فارمټ اغېز ونه کړي.

نن اسلام اباد د دغه هېواد پر خاوره د ایران د توغندیز برید په اړه د ملي امنیت د کمېټې بېړنۍ غونډه کوي او تهران هم ویلي چې پاکستان باید په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورنه کړي.

پر یو بل د ایران او پاکستان بې ساري توغندیزو بریدونو د جګړې لمن له منځني ختیځه تر ګاونډي افغانستان پورې پراخه کړې.

دواړه هېوادونه وايي چې ترهګرې ډلې یې په نښه کړي دي. په پاکستان کې جیش العدل ډله او د ایران په سیستان او بلوچستان کې پاکستاني بلوڅ بېلتون غوښتونکي.

په اسلام اباد کې مو د افغانستان له پخواني سفیر او د کورنیو چارو له پخواني وزیر عمر داوزي څخه پر افغانستان د دغو کړکېچونو او نښتو د پایلو په اړه وپوښتل.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وايي: «افغانستان که وغواړي که نه زیانمنیږي. دا یو استثنایی قضیه ده. که د ایران او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی او نښتې زیاتې شي، دواړه به له افغانستان سره خپلې پولې وتړي. ښايي منځنۍ اسيا هم د دې وېرې او اندېښنې له امله وتړل شي چې هلته جګړه ونه غځېږي. یعنې یو خطرناک حالت په مخ کې دی.»

افغانستان ته هم د پاکستان او ایران تر منځ د نښتو غځېدو اندېښنې شته، هغه څه ته په کتو چې پخوانۍ امنیتي او سیاسي څېرې یې وايي، د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ایران او پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو فعالیتونه ښايي دغه هېواد هم په نښه کړي. که څه هم تهران او اسلام اباد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

په تېرو دوو ورځو کې د ایران او پاکستان ترمنځ کړکېچ نه دی کم شوی. د پاکستان کابینه نن د ملي امنیت د کمېټې بېړنۍ غونډه کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو پر سرحدي دیوال د پاکستان برید غیر متوازن او د نه منلو وړ دی او اسلام اباد باید په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د اډو او فعالیتونو مخه ونیسي. دا هغو کسانو ته د ایران د پارلمان د مشر خبرداری دی چې د ده په وینا د دغه هېواد د ناامنۍ په لټه کې دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وايي: «که دوی کومه تېروتنه وکړي او زموږ هیواد او زموږ ګرانو خلکو ته لږ زیان ورسوي، کافي ده چې زاویه یې بدله کړو ترڅو دوی زموږ ځواک وویني او ویې لیدو.»

یو شمېر سیاستوال د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د ایران او پاکستان کړکېچ به د کابل په غونډه چې د تهران له خوا د جوړې شوې تماس ډلې په همکارۍ ترسره کېږي، اغېز کړي. له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په غونډه د دغو نښتو د اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: «د بهرنیو فورمونو وده موږ ته اجازه راکوي چې د افغانستان لپاره وړاندیزونه رامنځته کړو. د مسکو فارمټ، څلور اړخیزه ډله (روسیه، چین، پاکستان او ایران). زه هیله لرم چې د پاکستان او ایران ترمنځ تاوتریخوالی د دې کار پر وړاندې خنډ نه شي.»

ایران او پاکستان دواړو د توغندیزو بریدونو په اړه ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي. په همدې حال کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد الوتنې، چې د ایران له هوايي حریم تېرېدې، په ځانګړې توګه د پي آی ای دولتي هوايي شرکت پروازونه ګډوډ شوي دي.

له دې ټولو سره سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران او پاکستان د کړکېچ د زیاتولو په لټه کې نه دي.