نړۍ

له څه د پاسه سلو ورځو راهیسې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتو دوام

اسراییلي پوځیانو په لوېدیځه غاړه کې هم خپل بریدونه پراخ کړي او د چهارشنبې په ورځ هم ددغو بریدونو له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

په غزې تړانګه کې د اسرایيلي ځواکونو د بریدونو په دوام دغو پوځیانو د لوېدیځې غاړې په تولکرم کېمپ کې اته تنه وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

خپاره شوي تصویرونه ښيي چې اسراییلي بولدوزرونه ددې سیمې کوڅې لاندې کوي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په غزه کې هم ۱۶۳ فلسطینیان وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپيان دي.

په دې حساب په دغه ښار کې د تلفاتو شمېر ۲۴ زره او ۴۸۸ تنو ته رسېدلی چې په دې ډله کې کابو یوولس زره یې ماشومان وو.

د غزې اوسېدونکی احمد وايي: «موږ په هر ډول مرګونه لیدلي، ټانکونه راځي، هر څه موږ ولیدل، وېروونکي وو، په پټو سترګو د هاوان او نورو وسلو ډزې، بې هدفه وژنې؛ دوی یوازې د وژلو لپاره راځي او بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.»

اخوا، د ملګروملتونو سرمنشي د داووس په ناسته کې؛ په سیمه کې د کړکېچ له زیاتوالي وروسته خبرداری ورکړ چې باید په سیمه په تېره بیا لنبان کې جګړه پرانه نه شي.

ملګروملتونو ویلي چې باید د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره حل لاره پيدا شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش زیاتوي: «زه په غزه کې د چټک بشردوستانه اوربند او داسې بهیر چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره د تلپاتې سولې لامل شي لپاره خپله غوښتنه تکراروم.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم ویلي، که د غزې جګړې مسله حل شي، په سیمه کې به ناورینونه او نور بریدونه ودرول شي.

په وروستیو ورځو کې د یمن د حوثي جنګیالیو او امریکا او بریتانیا ترمنځ له نښتو وورسته په سره سمندر او عمان خلیج کې جنجالونه هم زیات شوي دي.

رویټرز د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې هند د سوداګریزو توکو د خوندیتوب لپاره چې د سره سمندر له لارې تېرېږي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې حزب الله او اسراییلي پوځیان کابو په ورځني ډول د یو بل خلاف ډزې کوي او تراوسه دواړو لوریو له داسې بریدونو ډډه کړې چې د جګړې لامل شي.

له بلې خوا، د چهارشنبې په ورځ په بشردوستانه مرستو بار لارۍ غزې تړانګې ته ورغلې دي.

له دې سره همهاله د غزې اوسېدونکي له لوږې سره لاس و ګرېوان دي؛ د ملګروملتونو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې ددغه ښار له څلورو یوه برخه وګړي له قحطقۍ سره مخ شوي دي.