افغانستان

اندریکا راتواته، په کابل کې د یوناما د نوي مرستیال په توګه خپل کار پيل کړ

اندریکا راتواته چې په لړم میاشت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ د استازي په توګه ګمارل شوی و، خپل کار یې پیل کړ.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی اندریکا کابو یوه اونۍ مخکې کابل ته راغلی او د نوموړي بله دنده به د بشردوستانه مرستو د همغږي کوونکي په توګه وي.

هغه د رامز اکبروف پر ځای معرفي شو، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال په توګه کار کاوه.

راتواته په پېچلیو او بحراني سیمو کې په بشردوستانه برخو کې دېرش کلنه، له هغې جملې په افغانستان کې څه د پاسه ۱۴ کلنه کاري تجربه لري.

هغه په ۱۹۹۲ کال کې له فلسطیني مرستندویه بنسټونو او ملګروملتونو سره او همداراز منځني ختیځ کې کار کړی او به ۱۹۹۳ کال کې یې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو له لوړې کمېشنرۍ سره خپل کار ته دوام ورکړ.

نوموړي د یوناما د مرستیال په توګه له دندې مخکې، د آسیا او اقیانوسیې په برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د لوړې کمېشنرۍ دفتر مدیر و.

ملګري ملتونه وايي چې هغه په افغانستان کې د کار پرمهال، د کډوالو کېمپونو، د خوراکي او نورو توکو د وېش او بیارغونې د مدیریت په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کړی دی.