نړۍ

د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امیرعبداللهیان په تهران کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي‌شنکر سره کتلي دي.

د دغې اعلامیې له مخې، وروستي نړیوال او سیمه‌ییز بدلونونه؛ په تېره بیا «په غزه کې د نسل‌وژنې تور او د اسراییلو جګړه» د دې کتنې چورلیز و.

اعلامیه کې راغلي: «د بریکس او شانګهای همکاریو په سازمان کې د ودې په حال کې دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو ارزول، ستراتیژيکې اړیکې، د چابهار بندر پراختیا او د شمال – لوېدیځ تزانزیټي لارې ارزښت، د دواړو لوریو ترمنځ د بحث وړ ټکي وو.»

که څه هم تر اوسه د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دې لیدنې کره معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې لیدنه کې په نړیوالو اوبو کې د امنیت د تامین پر ارزښت او ایران «غزه کې د اسراییل له جګړې» د سپینې ماڼۍ د ملاتړ دوام په ټوله سیمه کې د ناامنۍ لپاره د زمینې برابرول بللي دي.

دا په سیمه کې له بدلونونو وروسته، ایران ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی.