افغانستان

پاکستان په یوه ورځ له دغه هېواده څه د پاسه ۸۰۰ افغانان وایستل

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې له پاکستانه څه د پاسه ۸۰۰ افغانان ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په تېره ورځ (یکشنبې د مرغومي ۲۴) ۸۳۷ تنه بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، وړمه ورځ (شنبې د مرغومي ۲۲) هم پاکستان څه د پاسه ۹۰۰ بې اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستلي دي.

دغو رسنیو همداراز ویلي چې د کډوالو د ایستلو له پیل راهیسې ۴۶۸ زره او ۱۵۱ تنه بې اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

دغه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د ژمي په رارسېدو سره له پاکستانه تازه ایستل شوي افغانان په هېواد کې د امکاناتو له نشتوالي سرټکوي.