سوداګري

یوه افغان سوداګر د انرژۍ او رېل لارې په برخو کې پانګونه کوي

د “عزيزي بنسټ” مشر ميرويس عزيزي هرات ولايت ته په سفر کې وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې لس ميليارد ډالره پانګونه وکړي، د ده په وینا دغه پانګونه به د انرژۍ او اورګاډي په برخو کې ولګول شي.

له بلې خوا نوموړي د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د سياه اب په کلي کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو لپاره يو ښارګوټی چې ٣٠٠ کورونه لري، د ٢٠٠ ميليون افغانيو په لګښت جوړ کړ.

د هرات د زلزلې ډیری قربانیان د استوګنې جوړ شوي واحدونه کافي نه ګڼي.

دلته د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره د ښارګوټي د جوړولو چارې روانې دي– هغه کلی چې په زلزله کې په کنډوالې بدل شوی و.

د عزیزي بنسټ رییس میرویس عزیزي وايي: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن دغه کورونه بشپړ شول او له دې ناورین څخه ژوندي پاتې شوي کسان په کې اوسېږي، دا کار ډېر ښه و او زه به دا سیمه هیڅکله هېره نه کړم، زه له دوی څخه غوښتنه کوم چې موږ ته د ځمکې یوه بله برخه هم راکړي چې د خلکو لپاره یو باغ او پارک جوړ کړو.»

خو د هرات زلزله ځپلي دغه کورونه کافي نه ګڼي او غواړي چې ټولو زیانمن شویو کسانو ته ورته کورونه ورکړل شي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي: «د سړې هوا له نظره، موږ د خیمو په پرتله خوندي یو. دا ښه ده، موږ ډېر خوشحاله یوو. موږ له دوی څخه ډېر خوشحاله یوو.»

د هرات د زنده جان اوسېدونکی حکمت الله وايي: «ما تر ۱۳ پورې کورونه درلودل. له ۱۳ کورنو څخه، ماته د زلزلې ضد یو کور جوړ شوی، یو دهلیز او دوه کوټې چمتو شوې دي. د دوو یا دریو کوټو سره ژوند کول خورا ستونزمن دي.

د “عزيزي بنسټ” مسوول وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي، هغه وايي چې دغه پانګه به د انرژۍ او اورګاډي په برخو کې ولګول شي.

میرویس عزیزي زیاتوي: «زه غواړم چې په نږدې راتلونکي کې په دې هېواد کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړم، دا ډېره لويه پانګونه ده، دا ډېره لويه پانګونه ده، په دې هېواد کې دا پانګونه نه د بهرنيو هېوادونو په کچه ده او نه په بله کچه، زه دا وړتیا او ځواک لرم.»

د مرستو کمښت او د کاري ساحو نشتوالی او همدارنګه په هېواد کې پانګونې ته د لېوالتیا کموالی په تېرو دوو کلونو کې یوه مهمه ننګونه بلل شوې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و چې د افغانستان نږدې ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.