افغانستان

د طالبانو له وړاندیز سره سره، پاکستان وايي له ټي‌ټي‌پي سره مذاکره نه کوي

د طالبانو مشر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر په مرسته د اسلاماباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. اکسپرس ټربیون پاکستان ته د مولانا فضل الرحمان له ستنیدو وروسته لیکلي چې د طالبانو مشر د دوحې د سیاسي دفتر په ګډون د طالبانو د دفترونو له لارې د خبرو اترو د پرمخ بېولو وړاندیز کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ټي‌ټي‌پي سره خبرې نه کوي. له دې سره هم‌مهاله اکسپرس ټربیون خبر ورکړی، چې مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له مشر نور ولي محسود او د ګل بهادر وسله‌والې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره په جلا – جلا توګه لیدلي دي.

د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته له شپږ ورځني سفر وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو؛ د طالبانو له چارواکو او د دوی له مشر نیولې تر د پاکستان د حکومت له مخالفینو سره د پټو او ښکاره لیدنو سفر.

د دې سفر اصلي چورلیز د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د ټي‌ټي‌پي د مسلې هوارول و. 

په پای کې اکسپرس ټربیون لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله له کابله په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر په کوربه توب د اسلام‌اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو پیغام درلود.

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر عزیز احمد خان وايي: « موږ دا کار کوو او دا به کیږي، یوازې د دې لپاره چې دوی ته په څرګنده او پرېکنده توګه ووایو چې که تاسو خپل چلند سم کړئ، خپلې وسلې کېږدئ او توبه وکړئ، کېدی شي موږ بخښنه درته وکړو. له دې پرته باید بل څه ونه کړو.»

خو د پاکستان حکومت له ټي ټي پي سره د مذاکراتو وَر په بشپړه توګه تړلی دی او له ځپلو پرته یې بل څه نه غواړي. هغه ډله چې د ۲۰۲۴ کال له لومړیو دوو اونیو څخه په کمه موده کې یې پر پاکستاني پوځیانو څو وژونکي بریدونه وکړل. اسلام‌اباد وايي طالبان باید د دې ډلې مخه ونیسي.

اکسپرس ټربیون په افغانستان کې د مولانا فضل الرحمان د دوو مهمو او پټو لیدنو په اړه راپور ورکړی؛ د ټي‌ټي‌پي له مشر نور ولي محسود او د ګل بهادر وسله والې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره د جلا – جلا لیدنو. د دغو لیدنو په اړه له دې پرته نور جزیات نه دي خپاره شوي. اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي وو چې د ټي ټي پي او ګل بهادر ډلې مشران د پاکستان حکومت ته وسپاري.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مولانا فضل الرحمان سفر شخصي دی، نه د حکومت له ادرسه؛ خو ویل شوي چې د جمعیت علمای پاکستان مشر به د خپلو لیدنو او خبرو جزیات د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي.

د هغه کړکېچ هواری چې څو ډلې پکې مهم رول لري او د ډیری دلایلو له مخې دومره په اسانۍ د تصور وړ نه ده.