نړۍ

پر یمن د برید په وړاندې غبرګونونه: امریکا او بریتانیا غواړي سور سمندر «د وینو په سمندر» بدل کړي

رجب طیب اردوغان د یمن پر حوثیانو د امریکا او بریتانیا د ګډو بریدونو په توند غبرګون کې ویلي، چې دغه دوه هېوادونه غواړي سور سمندر «د وینو په سمندر» بدل کړي. په همدې حال کې امیر عبداللهیان هم ویلي، امریکا دې پر یمن د برید په ځای له اسراییلو ملاتړ ودروي.

اردوغان تېره ورځ استانبول کې د وینا پر مهال وویل: «اسراییل غزه د وینو پر سیند بدله کړې ده. پر یمن د امریکا او بریتانیا بریدونه متناسب نه وو او دوی هڅه کوي چې سور سمندر د وینو په سمندر بدل کړي.»َ

د ترکیې ولسمشر همداراز زیاتوي: «هغه څه چې وشول، له ځواک څخه نامتناسبه ګټه اخیستنه وه؛ هماغه کار چې اسراییل یې په غزه کې کوي. باید وګورو چې ایران به څنګه له ځانه دفاع وکړي. دوی ظالمان دي چې زیانمن به شي او ماته به وخوري او مظلومان هېڅکله نه زیانمن کېږي.»

رجب طیب اردوغان د اسراییل پروړاندې د لاهې په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا غوښتنې ته په اشارې وویل، چې په نړیواله محکمه کې د عدالت پر ټینګښت باور لري او ډېر ژر به اسراییل محکوم شي.

هغه ټینګار وکړ، چې ترکیې د اسراییلو د محکومیت اسناد محکمې ته ورکړي او په راټولو شویو دوسیو سره به اسراییل ډېر ژر محکوم شي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یمن د حوثیانو پر مرکزونو د بریتانیا او امریکا د ګډو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا دې پر یمن د برید په ځای له اسراییلو ملاتړ ودروي، ترڅو په ټوله سیمه کې امنیت ټینګ شي.

ښاغلی عبداللهیان پر ایکس ادعا کوي، چې صنعا «سمندري امنیت» ته په بشپړ ډول ژمنه ده.

افغانستان کې طالبانو هم د یمن پر حوثیانو د امریکا او بریتانیا ګډ بریدونه غندلي دي او د دې بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د یمن بمبار له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او په سیمه کې د نښتو د لا زیاتې پېچلتیا لامل دی، چې منځني ختیځ کې یې ثبات او امنیت «له جدي ګواښ» سره مخ کړی دی.

امریکا او بریتانیا پنجشنبه شپه په الوتکو، جنګي بېړیو او اوب‌تلونو سره یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو لسګونه بریدونه وکړل، چې ویل کېږي «د حوثیانو د ګټې اخیستنې رادار» د دې بریدونو له هدفونو څخه و.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له دې مخکې ویلي و، چې دا بریدونه سره سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثیانو د ګڼو بریدونو په ځواب کې کېږي.

حوثیانو ویلي هره کښتۍ چې د اسراییل پر لور روانه شي، برید پرې کوي. همدارنګه یې جوته کړې چې په سره سمندر کې یې بریدونه له فلسطین څخه د ملاتړ لپاره دي او دا بریدونه (صنعا کې د امریکا او بریتانیا وروستي بریدونه) به بې‌ ځوابه پاتې نه شي.