افغانستان

پاکستان وايي «په افغانستان کې روزل شوي» د داعش دوه ځانمرګي بریدګر یې نیولي

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي‌ټي‌سي) اعلان کړی چې د داعش دوه ځانمرګي بریدګر یې چې په افغانستان کې روزل شوي نیولي دي.

د دې ادارې مسوولینو په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د داعش دغه دوه غړي، تېره ورځ له پېښور څخه نیول شوي دي.

دا اداره همداراز وایي چې دغو دوو تنو د جمعیت علماي اسلام ګوند پر مشر مولانا فضل الرحمان او د ملي عوامي ګوند پر مشر ایمل ولي خان د برید نیت درولود.

پاکستان کې د دې ادارې یو لوړپوړی چارواکی نجم‌الحسنین لیاقت وايي: «دا کسان د داعش خراسان ډلې غړي دي او د افغانستان د پکتیا ولایت د ځانمرګو بریدونو له یوه روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.»

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې دغه چارواکی زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو د ځانمرګي بریدونو دوه واسکټونه، درې لاسي بمونه او یو کلت ترلاسه شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوي، چې د پاکستان پرضد د افغانستان له خاورې د ګټې اخیستو پر سر د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو په یوه لیک کې مولانا فضل الرحمان او زوی ته یې ویلي وو، چې تر سخت امنیتي ګواښ لاندې دي او باید په ناستو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې مولانا فضل الرحمان افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره د بېلابېلو موضوعګانو له دې جملې ټي‌ټي‌پي په اړه خبرې کړې دي.