افغانستان

انوارالحق کاکړ: زموږ فشار د ټي‌ټي‌پي په وړاندې د طالبانو په چلند کې د بدلون لامل شو

File photo.

د پاکستان موقت لومړي وزیر ویلي، ملا هبت الله هوکړه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. هغه همدارنګه ویلي چې د پاکستان فشارونه د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو په چلند کې د بدلون لامل شوي دي.

په ورته وخت انورالحق کاکړ ویلي چې د طالبانو دننه نفوذي طبقې له ټي ټي پي سره هملاسې دي او د ده په وینا د طالبانو په رژیم کې مرکزي ځواک نشته.

له دې سره هم مهاله جیونیوز پاکستان د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د جمعیت علمای پاکستان د مشر مولانا فضل رحمان د لیدنې خبر ورکړی دی.
خو اسلام اباد او طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

۲۰۲۳ د پاکستان لپاره مرګونی کال و. دا د ټي ټي پي او له هغې سره د تړلو ډلو لخوا د پرله پسې بریدونو کال و.

د تېر کال تر پایه اسلام اباد د افغان طالبانو پر وړاندې توند دریځ درلود. د هغه څه له امله چې دوی یې د ټي ټي پي کوربتوب بولي.

اوس د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ د نه راپورته کېدو په اړه هوکړه کړې. خو ظاهراً هغه د طالبانو په رژيم کې د مرکزي واک نشتوالى په بشپړه توګه د ګواښونو د مخنيوي ننګونې ګڼي.

د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي: «دا ستاسو مسؤلیت دی او باید پر وړاندې یې ځواب ویوونکي اوسئ، چې هېڅوک باید د افغانستان له خاورې پاکستان او یا په سیمه کې بل چا ته ګواښ ونه اوسي. په هرصورت، هغوی له دې سره همغږي دي. د دوی لوړ پوړي مشران په ځانګړې توګه ښاغلی هبت الله په بشپړه توګه له دې نظر سره همغږی دی. په دې رژیم کې د نفوذ بېلابېلې طبقې شتون لري، چې دا یوه ننګونه ده.»

اسلام اباد له طالبانو غوښتي وو چې د ټي ټي پي مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري. اوس د پاکستان موقت لومړی وزیر په دې اړه وايي چې د پاکستان له خوا د طالبانو پر وړاندې د فشارونو د استعمال له امله د طالبانو په چلند کې «مثبت بدلون» راغلی دی.

انوارالحق کاکړ زیاتوي: «د پردې تر شا ډیر څه روان دي چې د عامه خلکو لپاره نه دي او داسې څه شته. موږ په چلند کې د بدلون احساس کوو. دا هغه څه دي چې زموږ لخوا هدف شوي وو او زموږ له خوا په نښه شوي وو. موږ ژمن یو چې د عامه کولو پرځای یې ترلاسه کړو.»

اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي له سفر او اوس له ملا هیبت الله سره د جمعیت علمای پاکستان د مشر مولانا فضل رحمان له لیدنې وروسته داسې ښکاري چې پاکستان د طالبانو له مشرانو ډاډ ترلاسه کړی چې له دغه هېواد سره به په مبارزه کې همکاري کوي. د ټي ټي پي په مسله کې او له طالبانو سره د اسلام آباد د اړیکو د رغولو د هڅو په برخه کې.

جیو نیوز پاکستان ویلي چې مولانا فضل رحمان په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړي دي. خو تر اوسه د دې ناستې جزیات نه دي رسنیز شوي.

سیاسي فعاله نازیلا جمشیدي وايي: «د هغه چا په توګه چې په سیمه کې د افراطي ډلو په منځ کې لوړ نفوذ لري، هغه څه چې ښاغلی مولانا یې وايي د خپل نفوذ ساتل او د دې ټولو اړیکو ساتل چې په ​​​​حقیقت کې یې هغه لري.»

په دسمبر میاشت کې په پاکستان کې د وژونکو بریدونو له زیاتیدو وروسته، د دغه هېواد استازي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل، چې له طالبانو سره د نړۍ تعامل باید له ترهګرۍ سره په مبارزې پورې مشروط شي، روښانه نه ده چې اوس به پاکستان خپل شرط پوره کړی او که نه.