افغانستان

په یوه ورځ له پاکستان څخه د پاسه ۹۰۰ افغانان ایستل

File-photo

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په دوام په یوه ورځ له دغه هېواد څخه څه د پاسه ۹۰۰ تنه افغان کډوال وایستل شول.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې تېره ورځ د (مرغومي ۱۹) ۹۱۳ تنه افغان کډوال ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې وړمه ورځ هم ۹۰۳ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دغو رسنیو همداراز ویلي چې تراوسه له پاکستانه ۴۶۳ زره او ۷۱۲ تنه افغانان له دې هېواده ایستل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په تېرو کابو درېیو میاشتو کې، لږترلږه ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.