افغانستان

په کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

عکس از آرشیف

د سه شنبې په ماښام د کابل د شپاړسمې ناحیې اړوند الوخیلو سیمه کې پر یوه موټر برید وشو چې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ددې پېښې د تلفاتو په تاییدولو سره ویلي چې په دغه پېښه کې څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، دا چادونه په یوه موټر کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله وه.

ځدراڼ ویلي چې ددې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د یوې بلې چاودنې له امله لږترلږه پنځه تنه ووژل شول.