افغانستان

سیاف، طالبان «د ښځو پر بدن په لاس وهلو» او د دوی په ځورولو تورن کړل

د افغانستان یو جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د طالبانو د خوښې وړ «حجاب» د نه لرلو له امله د ښځو پر نیولو سخته نیوکه کړې او طالبان یې د ښځو پر بدنونو د لاس وهلو او د دوی په وهلو ټکولو تورن کړي دي.

په وروستیو ورځو کې د هغه څه له امله چې د طالبانو له‌خوا بې حجابي بلل شوې د ښځو ډله‌ييز نیولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

تېره یوې خپلواکې سرچینې آمو ته تایید کړه چې طالبانو د کابل په شمال او لوېدیځ کې یو شمېر نجونې نیولې او پر خواله رسنیو هم یو شمېر تصویرونه خپاره شوي چې ښيي طالبانو یو شمېر ښځې په زور نیولې دي.

ښاغلی سیاف چې ځان د افغانستان یو مهم مذهبي عالم بولي، پر خپل ایکس پاڼه یې په تونده بلڼه طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «او طالبه ته په کومه شرعي اجازه د هغې ښځې چې محرم یې نه یې لاس وهې او هغه کش کوې او یا یې وهې ټکوې او شکنجه کوې یې یا یې داسې زندان ته بیایې چې ساتونکي یې نارینه ده.»

ښاغلي سیاف طالبان د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي دودونو په تر پښو لاندې کولو تورن کړي او ویلي یې دي چې دوی «په ناوړه او مغرورانه کړنو، خلک له دین څخه لیرې او په زړونو کې یې د دین مینه کمه کړې ده.»

د تحاد اسلامي ګوند مشر چې اوسمهال په ترکیه کې اوسېږي، له طالبانو غوښتي چې «د خلکو له وېرولو، ډارولو او ځورولو لاس واخلي.»

خو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځو د ډله ییز نیولو په اړه راپورونه رد کړي او هغه یې «تش تبلیغات» بللي دي.

اخوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددغو راپورونو په ردولو سره آمو ته وايي چې له کابله د سوالګرو د راټولولو بهیر په دې ډول منعکسوي چې ګواکې ښځې او نجونې د حجاب له امله نیول شوې دي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په بیاځلې واکمنېدو سره پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي، د کار او زده کړو حق یې ترې اخیستی دی. خو له کورنیو او بهرنیو اعتراضونو سره سره د هرې ورځې په تېرېدو ددغو محدویتونو لمن لا پراخېږي.