افغانستان

په زابل کې د مخابراتي شبکو پر خدماتو د دغه ولایت د اوسېدونکو نیوکې

د زابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له لوري مخابراتي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي.

دغه اوسېدونکي د خدمتونو له ټيټ کيفيت شکايت کوي او ټینګار کوي، چې حتی په کلات ښار کې هم د مخابراتي شبکو د انتن پوښښ کمزورى دى او خلک نه شي کولى له خپلو خپلوانو سره په سمه توګه اړيکې ونيسي.

مخابراتي شرکتونو د هېوادوالو په ځانګړې توګه په زابل ولایت کې د خلکو نیوکې راپارولي دي.

د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي د يادو شرکتونو له لوري د خدمتونو په وړاندې کولو نيوکه کوي او وايي، چې په ټول ولايت کې حتی په مرکز کلات ښار کې هم خلک با کيفيته مخابراتي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او په دې برخه کې د دوى ستونزې له پامه غورځول شوي دي.

دغه اوسېدونکي له مخابراتي شرکتونو غواړي چې خلکو ته د خدمتونو د ښه کيفيت په موخه دې د مخابراتي انتنونو د نصبولو لړۍ زياته کړي.

بل خوا د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم مخابراتي شرکتونه د دغه ولايت پر اوسېدونکو انټرنېټي خدمات په لوړه بيه پلوري، خو سرعت يې د نورو ولايتونو په پرتله په ځلونو ډېر ټيټ دى.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره مهم ګامونه نه دي پورته شوي؟

د زابل اوسېدونکي وايي، تراوسه د دغه ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات په سمه توګه نه دي فعال شوي او ډېری اوسېدونکي یې له خدمتونو بې برخې دي.

دا مهال په افغانستان کې څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه او یو دولتي شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.