افغانستان

د ښځو ځپلو د بې له ځنډه درېدو لپاره له طالبانو د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنه

په تیرو څو ورځو کې طالبانو د کابل او غزني په ځینو برخو کې په لسګونه ښځې او نجونې د دې له امله نیولي دي چې د دوی په وینا حجاب ته یې پام نه کاوه.

هغه بهیر چې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د طالبانو له خوا پیل شوی. اوس دغو نيولو د بشري حقونو د سازمانونو او د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو ځورول او خپلسري نیول د ښځو له ازادۍ سرغړونه ګڼلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان خبرپاڼه کې ویل شوی: «د طالبانو له خوا ځورونه او خپلسري نیول په افغانستان کې د ښځو د حرکت او بیان له ازادۍ تر ټولو ستره سرغړونه ده. دا ظلم باید ژر تر ژره ودرول شي او نیول شوي ښځې/نجونې خوشې شي.»

د بشري حقونو فعاله ملیحه مظفري وايي: «طالبانو په دې څو ورځو کې په سلګونو پېغلې د بې حجابۍ په پلمه له ځانه سره وړي دي، د دې حالت دوام به په افغانستان کې کړکېچ نور هم وغځوي. موږ د دغو نجونو ژر تر ژره خلاصون غواړو.»

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست «نصیر احمد فایق» هم د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیول د اسلامي ارزښتونو خلاف کار بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «د ښځو درناوی او د ناموس ساتنه تل د افغان ولس د کلتور او د اسلام د سپیڅلي دین د ارزښتونو او اصولو یوه برخه وه، دا درناوی او کلتور په هیڅ حکومت کې نه دی تر پښو لاندې شوی، داسې رژیم چې ظاهراً خپل ځان د اسلامي شريعت د احکامو پلي کوونکی او د افغان ولس د کلتور ملاتړی بولي، څنګه ځان ته دا حق ورکوي چې د محرم او ښځينه پوليسو له شتون پرته ښځې او نجونې ونیسي او بندیانې یې کړي؟ په اوسني حکومت کې فکري خوندیتوب او د خلکو تر منځ ذهني آرامي نشته.»

د ښځو د حقونو فعاله شفیقه رزمنده وايي: «د کابل په لویدیځ کې د چهلستون او خیرخانې په سیمو کې د بې حجابۍ په پلمه د نجونو نیول د تښتونې ښکاره بیلګه ده، په رڼا ورځ تښتول د افغانستان د خلکو عزت ته سپکاوی دی او حتی د ښځو تر هډوکو رسېدلی.»

معلومه نه ده چې په دې وروستیو ورځو کې څومره ښځې او نجونې طالبانو نیولي دي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر “محمد محقق” د یوې ځانګړې قومي ډلې د ښځو او نجونو نیول یو قومي او مذهبي سپکاوی بولي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي: «په کابل کې د نجونو تښتول او د هغوی سپکاوی او د حجاب د نه اغوستلو مسله راپورته کول انتخابي او د یوه ځانګړي ملیت د قومي او مذهبي سپکاوي لپاره یوه پلمه ده او د طالباني امارت د موقتې ادارې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په دوسیه کې یوه بله پاڼه اضافه کوي.»

اوس یو شمېر ښځې په دې باور دي چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو دا ډول چلند په افغانستان کې د کورنیو او نجونو د مورال د کمزورتیا لامل دی.

افغانستان کې یوه معترضه مېرمن راحیل تلاش وايي: «د طالبانو له خوا د نجونو نیول له بده مرغه یو غیر اخلاقي عمل دی او اصلي لامل یې د نجونو مورال کمزوری کول دي او له بلې خوا یې کورنۍ اړې کوي چې خپلو لوڼو ته له کوره د بهر وتو اجازه ور نه کړي.»

واکس: طاهره ناصري _ _ _ افغانستان کې یو له معترضو ښځو
«طالبان اوس هم غواړي چې په خپلو اعمالو او فعالیتونو سره په ټولیزه توګه ښځې او نجونې له ټولنې لیرې کړي. طالبان د حجاب نه کولو په پلمه ښځې او نجونې نیسي چې دا د شرم وړ کار دی.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و چې هېڅوک یې په خپلسرې توګه نه دي نیولي او د طالبانو کړنې یې له شرعي احکامو سره تړلې بللې وې.