افغانستان

امریکا د افغانستان په اړه د ملګروملتونو له وروستي پرېکړه‌لیک څخه ملاتړ وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په خبري ناسته کې ویلي چې امریکا د ملګروملتونو له پرېکړه لیکه چې د افغانستان لپاره یې د دغه سازمان له‌خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې، ملاتړ کوي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي: «زموږ په باور، یو ځانګړی استازی به له افغانستان سره د تعامل د همغږۍ لپاره ښه دریځ ولري؛ ترڅو هغو موخو ته ورسېږي چې په دې پرېکړه لیک کې ټاکل شوې دي.»

د ښاغلي میلر په وینا، د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک «طالبانو، د افغانستان خلکو او نړۍ ته «روښانه پیغام» لري. دا پرېکړه لیک ښيي چې دغه شورا له داسې بهیره ملاتړ کوي چې دا هېواد له نړیوالې ټولنې سره مدغم کوي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان ادغام هغه مهال شونی دی چې دا هېواد د نړیوالو مکلفیتونو پربنست عمل وکړي.

په دې وروستیو کې د ملګروملتونو امنیت شورا له افغانستان او طالب مشرانو سره د تعامل د څرنګوالي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په دې پرېکړه لیک کې راغلي چې ددغه بهیر موخه دا ده چې سوله یيز افغانستان چې په بشپړ دول بېرته له نړیوالې ټولنې سره مدغم شي او نړیوالې ژمنې رعایت کړي. په پرېکړه لیک په دې بهیر کې د افغان مېرمنو پر بشپړې، برابرې، معنی لروونکې او خوندې وندې هم ټینګار شوی او ویل شوي چې عمومي منشي باید په ۶۰ ورځو کې د خپلو هڅو پایله له امنیت شورا سره شریکه کړي.

د پرېکړه لیک له مخې، ځانګړی استازی باید د بشري حقونو او جنسیت تخصص ولري. د افغانانو ترمنځ د خبرو پرمخ بیول او د طالبانو په اوک کې افغانستان سره د نړۍ دیپلوماسي د ځانګړي استازي ماموریت بلل شوی دی.

د ملګروملتونو د ارزونې اجرا په تېره بیا د نړیوال مشارکت د منسجم، همغږي او جورښتي سپارښتنو پر اجرا ټینګار د پرېکړه لیک بله برخه ده. د پرېکړه لیک په بله برخه کې همداراز راغلي چې ددې بهیر موخه باید له ځان او ګاونډیو سره د افغانستان سوله وي، په بشپړ ډول له نړیوالې ټولنې سره ادغام شي او نړیوالو ژمنو ته پام وکړي؛ په دې بهیر کې د افغان مېرمنو د بشپړ، معنی لروونکي او خوندي ګډون د تضمین ترڅنګ. پرېکړه لیک د ملګروملتونو له سرمنشي غوښتي چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې د مشورو د پایلو په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي.

طالبانو ددغه پرېکړه لیک د تصویب په غبرګون کې ویلي چې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ګمارل یو «یو غیر ضروري» اقدام دی.