نړۍ

په ایران کې د چاودنو په وړاندې غبرګونونه

اروپايي ټولنې، پاکستان، ترکیې او روسیې د ایران په کرمان کې دوې پرلپسې چاودنې غندلې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران په کرمان کې د چاودنو په غندلو سره ویلي: «په کرمان ولایت کې د ناوړه ترهګرو بریدونو په اړه خواشینی یم، د ایران دوستو او وروڼو خلکو ته تسلیت وایم.»

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې دا بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې ترهګري «د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په وړاندې ګواښ» دی. باید د دوړه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو له لارې ورسره مقابله وشي.

له بلې خوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرمان کې چاودنې غندلې او د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ته یې تسلیت ویلی دی.

کرمیلن ماڼۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړی چې په دغو چاودنو کې «په رحمۍ سره د ملکي وګړو وژل» زړه بوږنکوونکي وو.»

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي چې «ظالم جنایتکاران باید پوه شي چې دا غمیزه رامنځته کول به سخت ځواب په ځان پسې ولري.»

هغه همداراز زیاته کړې: «د بې ګناه خلکو په وینو ککړ لاسونه او مفسد او شراچونکي مغزونه چې دوی یې دغې ګمراهۍ ته کاږلي، له همدا اوس څخه به د ځپلو او عادلانه سزا سره مخ شي.»

اروپايي ټولنې هم دا بریدونه ترهګریز بللي او ویلي یې دي چې ددغه برید عاملین باید ځواب ویونکي وي.

تېره ورځ په ایران کې د سپاه پاسدارن د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو پرلپسې چاودنو له امله له سلو زیات کسان ووژل شول.