نړۍ

د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت ځانګړي مرستیال د اسراییلو او حماس جګړې په اړه د بایډن د سیاست په اعتراض کې استعفا وکړه

امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا د ښوونې ادارې د پلاونو په دفتر کې ځانګړي مرستیال طارق حبش، د غزې او اسراییلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د سیاست په اعتراض کې، له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ښاغلي حبش د پوهنې وزیر میګل کاردونا ته په یوه لیک کې ویلي: «زه چوپ نه شم پاتې کېدای؛ ځکه دا دولت له هغو جنایتونو سترګې پټوي چې د بې ګناه فلسطینیانو خلاف ترسره کېږي. هغه څه چې د بشري حقونو لوړپوړي کارپوهان هغه د اسراییلو له خوا د نسل وژنې یو کمپاین بولي.»   

له بلې خوا، یوې عربي رسنۍ رپوټ ورکړی چې د امریکا د پوهنې وزارت دغه چارواکی یو فلسطیني الاصله امریکایی دی چې د جوبایډن حکومت په لومړیو کې په دې دنده ګمارل شوی و.

د دغه راپور له مخې، د جوبایډن د ټاکنیز کمپاین اوولسو کارکوونکو هم د غزې او اسراییلو په وړاندې د امریکا د ولسمشر سیاست ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې دا چاره د ښاغلي بایډن د رایې ورکوونکو د له لاسه ورکولو لامل کېدای شي.

دا په داسې حال کې دي چې د تېر زېږدیز کال په  اکتوبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي جاش پل د اسراییلو له حکومته د جوبایډن ادارې په پټو سترګو ملاتړ په اعتراض کې استعفا ورکړې وه.

اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له دې مخکې ویلي چې امریکا په غزه کې داسې څه نه دي کتلي چې د نسل وژنې په توګه وي.

اسراییلو هم په غزه کې نسل وژنه رد کړې ده.