افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د کابو ۷۰۰ افغان کډوالو ایستل

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په دوام، تېره ورځ د (مرغومي ۱۲) ۶۹۹ افغانان له پاکستانه وایستل شول.

دا په داسې حال کې دي چې وړمه ورځ څه د پاسه ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي وو.

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې ۴۵۷ زره او ۲۶۱ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ددغو کډوالو ډله‌ييز ایستلو د ایستل شویو وګړو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د ملګروملتونو سازمان ویلي چې دا کسان په افغانستان کې د سرپناه او نورو امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

ډېری ایستل شوي کډوال هغه کسان دي چې څه د پاسه څلور لسیزې په پاکستان کې اوسېدلي دي. د پاکستان حکومت همداراز یو شمېر افغانان چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې د بشپړېدو په تمه وو هم نیولي دي.