افغانستان

د ملا شیرین په مشرۍ د طالبانو پلاوی د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کندهار د والي ملاشیرین په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو ریاست لس غړي شامل دي.

ملا شیرین د طالبانو یو مهم غړی دی چې ددې ډلې له مشر سره نږدې اړیکې لري.

اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او دې ډلې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو د استخباراتي پلاوي او آی اس ای ترمنځ خبرې ددې سفر مهمه برخه ګڼل کېږي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د ګل بهادر ډلې د مشر حافظ ګل بهادر سپارل له طالب پلاوي څخه د اسلام آباد له غوښتنو څخه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې لوړې سرچینې آمو ته وویل چې د طالبانو په لس کسیز پلاوي کې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو ریاست چارواکي شامل دي.

د هغه په وینا، د دې سفر چورلیز د طالبانو د مشر پيغام او د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو پيلول دي.

په داسې حال کې چي اسلام آباد د ټي‌ټي‌پي د حذفولو په اړه فکر کوي.

د دغه هېواد موقت لومړی وزیر انوارالحق وایي: «زه یو پياوړی دیوبندي پښتون یم، نو زه باید څه وکړم؟ حکیم مسعود خپل اتل کړم؟ ما پر خپل انتخاب عمل کړی زه د پاکستان له دولت سره یم. هغه زما ورور نه دی دښمن مې دی. په دې صورت کې هڅه وکړئ دښمنان له منځه یوسئ.»

د پاکستاني دیپلومات په وینا، طالب پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي او د ای اس ای له مشر جنرال ندیم سره وګوري. د دې سرچینې په وینا، مهمه کتنه هم د دواړو لوریو د استخباراتي پلاوي خبرې اترې دي.

دا سفر په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي د مرګونو بریدونو له زیاتوالي وروسته ترسره کېږي په داسې حال کې چې اسلام آباد وایي د پاکستاني طالبانو تحریک غړي د افغانستان خاورې په کارولو سره پر دې هېواد بریدونه کوي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «پاکستان اوسمهال له افغان طالبانو غواړي چې د ټي‌ټي‌پي خلاف عملي ګامونه پورته کړي په افغانستان کې یې پټنځایونه له منځه یوسي او د دې ډلې غړي پاکستان ته وسپاري خو فکر نه کوم چې طالبان دې دا سپارښتنې ومني.»

د پولې په اوږدو کې د اغزن تار غځول او له وېزو پرته د چمن پر لاره تګ راتګ د دواړو لوریو د خبرو نورې برخې بلل شوې دي.

خو دا چې د طالبانو د مشر دا پلاوی کولای شي اسلام آباد ته په سفر کې د ټي‌ټي‌پي پر سر جنجال لپاره حل لاره پیدا کړي که نه، لا روښانه نه ده.