افغانستان

سرچینې: د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي د ګمارلو لپاره ناسته ترسره کوي

د باخبرو سرچینو په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د دغه پریکړهلیک د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره د یوې ځانګړې غونډې کوربه وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک له فغانستان سره د نړۍ د تعامل د څرنګوالي وړاندوینه کړې ده. دا پرېکړه لیک د تېرې جمعې په ورځ تصویب شو.

اوس د ځینو باخبرو سرچینو په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دې پریکړه‌لیک د وړاندیزونو د پلي کولو لپاره یوه ځانګړې غونډه پیل کړي. د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل؛ د دغې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د نړیوالو هڅو دوام دی.

که څه هم د دې غونډې وخت نه دی معلوم؛ خو د هېواد د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او ښاریان وايي، چې ټاکل شوې استازي باید د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو مسئلو ته لومړیتوب ورکړي او نړۍ ته د افغانستان د وضعیت ریښتینی انځور وړاندې کړي.

د افغانستان د ملي کانګرس مشر ښاغلي عیسی اسحاق‌زي وویل: «جګړه د هېڅ کومې ملي یا نړیوالې مسئلې لاره نه ده، ډېره اړتیا ده چې د طالبانو سرپرست حکومت او د افغانستان ټول سیاسي او ملي شخصیتونه د نړیوالو قوانینو او خبرپاڼو په رڼا کې د یوې نړیوالې هوکړې له مخې خبرو ته دوام ورکړي. د بشري حقونو نړیواله خبرپاڼه او د افغانانو ترمنځ په ښه نیت خبرې‌اترې باید د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ترسره شي.»

خلک تمه لري چې د ملګرو ملتونو نوی استازی چې ټاکل شوی، نړۍ ته د افغانانو د رښتیني پیغام رسولو ته لومړیتوب ورکړي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «باید ټول‌ګډونه دولت راشي، د ښځو او نارینه وو حقونه باید برابر وي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي، بېوزلي زیاته شوې او ټول خلک په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي او موږ همدا غواړو چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله راشي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه‌لیک په وړاندیزونو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ټولې خپلواکې بیا کتنې شاملې دي چې د یوه ځانګړي راپور تر چتر لاندې د ۲۰۲۳ په اکټوبر کې دغې شورا ته وړاندې شوې وې.

په پرېکړه‌ليک کې وړاندوینه شوې، چې ځانګړى استازى به د ښځو، مدني ټولنې او طالبانو په ګډون د افغانستان د مسئلې له ټولو کورنيو او بهرنيو اړخونو سره تر سلا مشورې وروسته ټاکل کېږي او د بشري حقونو او جنسیت په چارو کې بايد پياوړى تخصص ولري. یو شمېر ښځې هم تمه لري چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو هڅو په نوي پړوا کې دې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ازادۍ پر لور د ښځو د غورځنګ مسؤوله طاهره ناصري وايي: «د استازو غور باید د ښځو پر وضعیت، په افغانستان کې د رښتیني او عیني وضعیت په اړه وي، او هغه څه چې رښتیني واقعیتونه دي وړاندې یې کړي.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم شخصیت به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه وپېژندل شي، خو د هغه مهم ماموریت به د ښاغلي اوغلو د وړاندیزونو پلي کول، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پراختیا او د نړۍ او افغانستان ترمنځ د تعامل اسانتیا وي.