افغانستان

د هبت الله آخوندزاده نږدې مرستیال د پاکستاني طالبانو په اړه د خبرو لپاره اسلام آباد ته ځي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو یو مهم چارواکی په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر کوي او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) په اړه ددغه هېواد له چارواکو سره مهمې خبرې اترې ترسره کوي.

اکسپرس تریبون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو د ترینګلتیا په لړ کې تمه کېږي چې په کندهار کې د طالبانو والي او د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوند زاده نږدې سلاکار ملاشرین آخوند د جنورۍ په درېیمه نېټه پاکستان ته ولاړ شي.

دغه ورځپاڼه لیکلي چې ټاکل شوې هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي استخباراتو (آی اس آی) له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

کندهار پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ په دې ښار کې د طالبانو د مشر له ځای پرځای کېدو وروسته، د طالبانو حکومت په ډېری چارو کې اصلي تصمیم نیوونکی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم اسلام آباد ته د دغه طالب چارواکي سفر مهم بللی او لیکلي یې دي چې هغه د طالبانو مشر ته له نږدې کسانو دی او له همدې امله په طالبانو کې له پراخ نفوذه برخمن دی.

دا د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل له درېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لوړه کچه د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ لومړنی تماس دی چې پاکستان، طالبان پر دغه هېواد د پاکستاني طالبانو بریدونو په مخینوي کې په ناتوانۍ تورن کړي دي.

دوې اونۍ مخکې په اسلام آباد کې د طالبانو سفارت شارژدافیر د پاکستان د جمعیت علماي اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې چې د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

ښاغلی فضل الرحمان په افغان طالبانو کې له نفوذ لروونکو مذهبي څېرو څخه ګڼل کېږي او همداراز د پاکستان له پوځ سره نږدې اړیکې لري.