نړۍ

د اسراییلو په برید کې د یوه فلسطیني خبریال او د هغه د کورنۍ وژل کېدل

د القدس ټلویزیون یو خبریال او د کورنۍ څو غړي یې د غزې د مرکز بې ځایه شویو په کېمپ کې د دوی پر کور د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شول.

د غزې روغتیایي چارواکي او خبریالانو رپوټ ورکړی چې دغه فلسطینی خبریال د جمعې په ورځ وژل شوی دی.

دغه هوايي برید په دیرالبلاح ښار کې پر نصیرات سیمه د اسراییلو د بریدونو په دوام شوی دی.

هغه تصویرونه چې د شنبې په ورځ د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې له خوا خپاره شوي ښيي، چې مرستندویه ځواکونه او ملکيان هڅه کوي یو ټپي ماشوم د ویجاړې شوې ودانۍ له خاورو وباسي.

نور ملکي وګړي هم د دې برید له امله د ړنګو ودانیو له خاورو د ټپیانو پر ژغورلو او موندلو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي سرتېرو پر غزې تړانګې بریدونه زیات کړي دي.

د اسراییل بریدونه د غزې د ۲.۳ میلیونه وګړو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي دي.

د غزې روغتیایي چارواکو د اسراییل په بریدونو کې د لږترلږه ۲۱ زره او ۶۷۲ فلسطینيانو د مړینې او د څه د پاسه ۵۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ښايي د تلفاتو شمېر زیات وي، ځکه ګڼ شمېر به لا هم تر خاورو لاندې وي او خلک د دوی د راایستلو لپاره امکانات په لاس کې نه لري.