افغانستان

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني علماوو یو پلاوی کابل ته سفر کوي

ټاکل شوې د جمعیت علماي پاکستان د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني علماوو یو پلاوی د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د لیدنو مقدمات بشپړ کړي دي.

د راپور له مخې، دا لیدنې به تر ډېره د پاکستاني طالبانو تحریک د موضوع او د طالبانو او اسلام آباد ترمنځ اختلافاتو د حل په اړه وي.

په دغه پلاوي کې به د پاکستان د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند ایالتونو علما شامل وي.

د رپوټونو پر بنسټ، د فضل الرحمان په مشري دغو عالمانو د بېلابېلو مسایلو په هکله د خبرو اترو د چوکاټ د جوړولو لپاره، د پاکستاني طالبانو تحریک له استازو سره د خصوصي خبرو پلانونه کړې ده.

فضل الرحمان ته د طالبانو له ‌خوا کابل د سفر بلنه ورکړ شوې ده.