افغانستان

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دوام په وړاندې غبرګونونه

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په دوام، ددغه هېواد چارواکو د پنجشنبې په ورځ ۱۳۵۰ بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له پاکستانه د کډوالو ایستل هغه هم په دې سړه هوا کې دوی له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړي دي.

د سرپناه، د کاري زمینو او له پاکستانه د راستنو شویو نجونو لپاره د زده کړو د آسانتیا نشتوالی هغه ستونزې دي چې افغانستان ته د تازه ستنو شویو په وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.

څلوېښت کلن محمد صالح د شبرغان ښار په یوه څنډه کې له سهاره ترماښامه بوټان ګنډي، هغه د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی دی، د ورځې کابو سل افغانۍ کار کوي.

نوموړی وایي، په داسې شرایطو کې چې هغه په دې ستونزو او سختۍ سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ دوډۍ پيدا کوي؛ له پاکستانه د زرګونه کډوالو ایستل به د هېواد پر ناوړه اقتصادي وضعیت لازیات منفي اغېز وکړي.

ښاغلی صالح وايي: «زما عاید ډېر کم دی، ماشومان مې وږي دي، د دوی غوښتنې نه شم پوره کولای.ِ»

ځینې نور کسان له دغو راستنو شویو سره د خلکو د مرستو پر کولو ټینګار کوي.

د جوزجان اوسېدونکی محمد نبي وایي: «اړتیا ده چې له دغو راستنو شویو سره مرستې وشي، دوی باید راشي په خپل هېواد کې خدمت وکړي او زحمت وباسي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «تر کله به په پردي وطن کې بې کوره وي، خپل هېواد ته دې راشي همدلته دې خدمت وکړي او وطن دې آباد کړي. دا دومره موده یې چې په پاکستان کې تېره کړې له مجبورته یې دا کار کړی.»

ملګروملتونو ویلي چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې، ۲۸۷ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې یوازې اته زره تنه ایستل شوي دي.