نړۍ

فلسطیني بې‌ځایه شوي د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي

هغه فلسطینیان چې د اسراییلو او حماس ترمنځ نښتو له پيله بېځایه شوي، د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره هڅې کوي.

ډېری دا بېځایه شوي څو ځله اړ شوي چې له غزې ښار څخه د غزې تړانګې مرکز ته کډه وکړي.

یو دغه بېځایه شوی ام حمدي دی چې دا وضعیت یې «نړیواله کډالي» بللې ده.

حمدي وویل: «د شپې مو له سرپناه پرته په باران او سړه هوا کې له ماشومانو او بوډاګانو سره تېرولې، له لومړنیو توکو لکه شړیو او توشکو پرته.»

د پنجشنبې په ورځ لسګونه زره تنه د نصیرات، بریج او مغازي په شان ګڼ میشتو سیمو څخه وتښتېدل او د مدیترانې ترڅنګ دیرالبلاح ګڼ میشته ښار ته ولاړل او په موقتو پنډغالیو کې میشت شول.

له بلې خوا، د ملګروملتونو د مرستې او کار سازمان رپوټ ورکړی چې د ماشومانو، امیندواره ښځو، معلولینو او بوډاګانو په ګډون څه د پاسه  ۱۵۰ زره تنه له سرپناه پرته بېځایه شوي دي.

په غزه کې نښتې هغه مهال پیل شوې چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییلي ښارونو برید وکړ.

اسراییلو پوځیانو د دې برید په ځواب کې د غزې تړانګه کلابنده کړه او برید یې پرې وکړ.

په دغه جګړه کې تراوسه لسګونه زره تنه مړه او ټپیان شوي او همداراز سلګونه زره نور هم بېځایه شوي دي.

د رپوټونو له مخې، تراوسه ۲۱ زره او ۳۲۰ تن فلسطینیان وژل شوي چې د غزې تړانګې د ټولو وګړو یو سلنه جوړوي.